په یوه مرګونې پېښه کې ښکېل یو امریکایي تبعه له پاکستانه وتلی

د متحده ایالاتو یو ډیپلومات چې په اسلام‌اباد کې په یوې مرګونې ټرافیکي پېښه کې ښکېل و، له پاکستانه وتلی دی.

امریکايي او پاکستاني مقاماتو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د پوځي اتشې جوزف امانوئل هال د وتلو خبر تأیید کړی دی.

پاکستان دوه ورځې مخکې ویلي وو چې امانوئل اجازه نه‌لري چې له دې هېواده ووځي.

امانوئل د تېرې اپرېل میاشتې په ۷مه په اسلام‌اباد کې یو کس په موټر وهلی و او وژلی یې و.

نوموړی د دې لپاره چې ډیپلوماتیک مصونیت لري، د پاکستاني چارواکو له‌خوا نه‌و نیول شوی.