چارواکي وايي د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۱۰ افغان سرتېرو او ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د سقوط مخهیې نیولې ده.
د چورې ولسوال امینالله خالقي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې
تېره شپه شااوخوا ۷ بجې سلګونه وسلهوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکز
کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډلهییز بریدونه کړي او په خبرهیې چې یادو
بریدونو د سهار تر پنځو بجو دوام کړی.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۴ افغان سرتېري او ۱۴ وسلهوال طالبان
وژل شوي او ۶ افغان سرتېري او ۱۱ وسلهوال طالبان ټپیان شوي دي.
ښاغلی خالقي زیاتوي چې د وسلهوالو طالبانو شمېر چې شااوخوا ۳۰۰ تنو ته رسېده، غوښتليې چې یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو په خبرهیې چې افغان
ځواکونو ورته مخکې له مخکې چمتووالی درلود او بریدونهيې په شا وتمبول.
نوموړی وايي چې اوس په ولسوالۍ کې وضعیت سم او کومه ستونزه نهشته.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر خاص
ارزګان ولسوالۍ هم ډلهيیز بریدونه کړي وو چې د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یادو بریدونو پر مهال افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.