چارواکي: په غزني کې ۱۹ طالبانو او ۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې ۱۹ وسله‌والو طالبانو او ۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۳ بجې وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکز کې پر کمربندي امنیتي پوستو ډله‌يیز بریدونه کړي او په خبره‌یې چې افغان ځواکونو مخکې له مخکې کشفي معلومات ترې لرل چې د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه‌يې په شا وتمبول.

نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پر مهال ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ وسله‌وال طالبان او ۳ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.