کندهار او زابل کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي

په کندهار او زابل ولایتونو کې ۴۰ وسله‎والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په ميوند او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ وسله‎وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې قول اردو ځواکونو د زابل په دای‎چوپان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال هم ۷ وسله‎وال وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.

وسله‎والو تر اوسه د دې عملياتو په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.