نورستانیان: د ټولګټو وزارت ورسره د مور او میرې سلوک کوي

د نورستان اوسېدونکي شکایت کوي چې له درېیو کلونو راهیسې یې چې بارانونو او سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي، تر اوسه‌یې حکومت د بیا رغولو هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

دوی وايي، له نورستان سره د ټولګټو وزارت چارواکي د مور او میرې سلوک کوي، په ولایت کې یې تر اوسه یو کېلو متر سړک په اساسي ډول نه‌دی جوړ کړی چې له امله‌یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی په مرکزي حکومت غږ کوي چې د نورستان د سړکونو جوړولو ته ځانګړی پام وکړي او که بیا هم دغه ډول چلند ته دوام ورکړي، خلک اړ دي چې په خپل ولایت کې د فواید عامې ریاست وتړي او د لاریونونو لپاره کابل ته لاړ شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سي شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سړکونو په برخه کې د خلکو شکایتونه په ځای دي او له تېرو درېیو کالو يې د ټولګټو وزارت د نورستان د سړکونو د حفظ او مراقبت په نوم یوه افغانۍ هم نه‌ده ورکړې او همدا وجه ده چې سړکونه وران ویجاړ پراته دي.

د نورستان چارواکي او اوسېدونکي وايي، د هېواد اکثرو ولایتونو کې سړکونه قیر شوي، د جوړو شویو سړکونو ساتنې لپاره هر کال ورته ميلیونونه افغانۍ ورکول کېږي، خو لکه څنګه چې نورستان د مرکزي حکومت له سترګو لیرې دی، همداسې له خپلو حقوقو هم بې‌برخې او له مرکزي دولته هېر دی.