د بخښنې سازمان: ټرمپ دې میرضایف د بشري اصلاحاتو راوستو ته وهڅوي

د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا له ولسمشره غوښتي چې خپل ازبکستانی سیال په هغه هېواد کې د بنسټیزو بشري اصلاحاتو راوستلو ته وهڅوي .

تمه ده د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۶مه په واشنګټن کې له خپل امریکایي ساري سره وګوري.

د بخښنې نړیوال سازمان د اجرائیه مشرې مارګریت هوانګ له‌خوا په یوه نوي لیک کې له ډونالد ټرمپ څخه غوښتنه شوې چې واشنګټن ته د میرضیایف سفر یو ښه فرصت دی چې هغه په ازبکستان کې د اصلاحاتو راوستلو ته وهڅول شي.

ویل کېږي چې شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان د ولسمشر په توګه د دندې له پیله ډېر سیاسي او اقتصادي اصلاحات راوستي، خو مېرمن هوانګ وایي، میرضیایف باید ډېر کار وکړي، څو په هېواد کې یې بشري حقونه خوندي شي او د خبریالانو، سیاسي ګوندونو، بشري فعالانو او زندانیانو حقونه ډاډمن شي.

تمه ده ټرمپ او میرضیایف سبا د سوداګرۍ، پانګونې، د سیمې د امنیت او هم د افغانستان پر موضوع بحث وکړي.

اخوا یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي ویلي دي چې سپینه ماڼۍ به د ازبکستان ولسمشر په خپل هېواد کې د اصلاحاتو دوام او د بشري وضعیت ښه کولو ته وهڅوي.

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سبا ته په سپینه ماڼۍ کې له جمهور رئیس ډونالد ټرمپ سره وویني.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د منځني او جنوبي اسیا د چارو مسؤلې لیزا کورتس پرون وویل، سره له دې چې واک ته د میرضيایف له رسېدو وروسته په ازبکستان کې اصلاحات راغلي دي، خو امریکا به له نوموړي وغواړي چې د بیان د ازادۍ، مذهبي ازادیو، بشري حقونو او د نورو مسئلو د وضعیت د ښه کېدو لپاره، لا نور ګامونه واخلي.

د امریکا له ولسمشر سره تر لیدو مخکې، د مې په ۱۲مه د ښه نیت څرګندولو په توګه، د ازبکستان ولسمشر د بشري حقونو مخکښ فعال فخرالدین تلایف چې له څلورو کلونو راهیسې زنداني و، خوشې کړ.