د څرخي پله په زندان کې د اوبو د تصفیې یوه لویه پروژه پرانیستل شوه

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ناپاکو اوبو د تر ټولو لویې تصفیه خانې لګښت ورکوي.

د دغې پروژې د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په حضور کې، د څرخي پله په زندان کې کېښودل شوه.

د دغه زندان د اوبو د تصفیې چارې ۱۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي چې په یوه کال کې به د امریکا له لوري ورکړل شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د اعلامیې له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په دغه زندان کې تر ۱۴ زرو ډېر بندیان له پاکو او تصفیه شویو اوبو برخه‌مند شي.