چارواکي: د کابل په لوېدیځ کې ۱۸مه امنیتي حوزه هم پرانیستل شوه

تېر ماښام د پلازمېنې کابل د لوېدیځې برخې د لا ښه امنیت د ټینګولو په هدف، ۱۸مه امنیتي حوزه پرانيستل شوه.

دا حوزه په ۱۳مه ناحیه، دشت برچي سیمه کې موقعیت لري.

د کابل د اسمایي زون د عامه اړیکو مسؤل بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې یوازې ۱۳مه حوزه د دې سیمې لپاره کافي نه‌وه، نو ځکه بله حوزه پرانيستل شوه.

دی وایي:

"زموږ ۱۳مه امنیتي حوزه پراخه سیمه وه، د ۱۳مې حوزې تر څنګ یوې بلې حوزې ته هم اړتیا وه، د اړوندو چارواکو د سپارښتنې او د خلکو د غوښتنې پر اساس، د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۱۸مه حوزه هم جوړه شوه."

تر دې وړاندې د کابل ۱۳مه ناحیه د څو خونړیو بریدونو شاهده وه چې خلکو ته په‌کې ډېر تلفات واوښتل.