وروستیو طبیعي پېښو د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په بدخشان ولایت کې خلکو ته اوښتي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په ۱۱ ولایتونو کې د سېلابونو، توفانونو او دغهراز د ځمکې د ښویېدو له کبله، ۱۶۵ کورونه ویجاړ شوي، ۱۶ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، شااوخوا ۷۲ کورنۍ د ځمکې د ښویېدو د ګواښ له کبله بېځایه شوي دي."
ښاغلي سیاس د زیانمنو سیمو له خلکو وغوښتل چې د ځمکې د ښویېدو د کوچني ګواښ په لیدو سره اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو په ډاډه توګه خلک له دغو سیمو وایستل شي.
په تېرو څو ورځو کې د بدخشان، تخار، بغلان او سمنګان ولایتونه د سختو توفانونو او سېلابونو سره مخامخ وو چې د دغو سیمو اوسېدونکي یې له سختو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.