پارکر: روسيه داسې تهاجمي او ورانکاره اقدامات کوي چې خطر زېږوي

د بريتانيا د محلي استخباراتو ادارې مشر د اروپايي استخباراتو مشرانو ته وويل، روسيه هڅه کوي چې په زيان رسوونکو فعاليتونو او درواغو خپرولو سره اروپايي ډموکراسي کمزورې او په غرب کې شکونه خپاره کړي.

په برلين کې د «Mi-5» مشر اندريو پارکر وويل، روسيه داسې تهاجمي او ورانکاره اقدامات کوي چې خطر زېږوي.

پارکر دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې جرمني يې کوربه‌توب کاوه او د بريتانيا تر څنګ د دغه هېواد د استخباراتو محلي ادارې د يوه برحال مشر لومړۍ عامې څرګندونې دي.

پارکر وويل، په مارچ مياشت کې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه پر لور يوليا د اعصابو په فلجوونکو مادې حمله، يو قصدي عمل و.

د ده په وينا، دا له نړيوالو اصولو څخه د مسکو ښکاره سرغړونه وه.

مسکو په هغه پېښه کې خپل دخالت رد کړى دى.