د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د امنیت له خرابېدو شکایت وکړ او ویېویل چې د افغانانو لومړتیوب امنیت دی، خو حکومت په نورو کارونو ځان مصروف کړی دی.
ښاغلي عبدالله وویل، په وروستیو ورځو کې هره ورځ تلفات لرو، خو د ده په وینا په وړاندې یې د اعلی سرقوماندانۍ یا د ملي امنیت شورا د کومې غونډې شاهدان نهیوو.
خو د افغان څېړونکي انتظار خادم په باور، افغان اجرائیه رئيس عبدالله د ملي یووالي د حکومت ۵۰ سلنه شریک دی او په دې ډول څرګندونو غواړي چې له خپلې برخې مسؤلیت څخه اوږې سپکې کړي.
هغه وايي، افغان چارواکي باید د مسؤلیت منلو له اصله د وتلو هڅه ونهکړي، بلکې مسؤلیت ومني او خلکو ته له ستونزو د وتلو لارې وښيي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5