چارواکي: په سمنګان کې ورښتونو او سېلابونو ٦ کسان وژلي

د سمنګان ولايت چارواکي وايي، د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له کبله ٦ کسان مړه شوي دي.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان نن غرمه په مرکز ايبک ښار کې مړه شوي چې په هغوى کې يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.

د والي وياند وايي، دغو سېلابونو ګڼ کورونه او دوه جوماتونه تخريب کړي دي.