د غزې په سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځ په ډزو ۳۷ فلسطينيان وژل شوي

د غزې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، نن دوشنبه د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيل د پوځ په ډزو لږ تر لږه ۳۷ فلسطينيان وژل شوي دي.

د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.

د حماس افراطي ډله چې له ٢٠٠٧ میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.

د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمرونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالات په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تل‌ا‌بيب څخه بيت‌المقدس ته ولېږدوي.

بل‌خوا د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچن پرون یکشنبه د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ بهر وويل:

"د امريکا متحد ايالات تر اسرائيل بل ستر شريک نه‌لري."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړيو کې ويلي وو چې واشنګټن وېشل شوى بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.

فلسطينيان غواړي چې ختيځ بيت‌المقدس د دوى د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.