د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د هغه څه په خاطر د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين مننه وکړه چې ده په ارمنستان کې د وروستي سياسي تحول پر مهال، د روسيې متوازن دريځ بللى دى.
د ارمنستان په پلازمېنه ايروان کې وروستى سياسي تحول د دې سبب شو چې پاشينيان د ارمنستان د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د مسکو او ايروان ترمنځ ستراتېژيک شراکت به انکار نهمنونکى وي.
د دواړو مشرانو په کتنه کې پوتين هغه ته د بريا هيله وکړه او ويېويل چې هيلهمند دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پراخې شي.
وروسته له هغې چې پاشينیان د پارلمان لهخوا د صدراعظم په توګه انتخاب شو او په دې توګه په ارمنستان کې د څو اوونيو حکومت ضد مظاهرې پاى ته ورسېدې، دا له پوتين سره د پاشينيان لومړۍ کتنه ده.