د روسيې د بهرنيو چارو وزير په مسکو کې خپل ايراني سيال سره ګوري

ارشیف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او ايراني سيال‌يې محمد جواد ظريف نن دوشنبه په مسکو کې سره ګوري.

دوى به د ايران د اټمي تړون د خوندي کولو پر لارو چارو په خپلو کې بحث وکړي.

ظريف کليدي هېوادونو ته د سفر په لړ کې د چين پلازمېنې پيکېنګ ته تر سفر وروسته مسکو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وتلو تر اعلان وروسته ايران له دې ستونزې سره مقابله کوي.

د امريکا تر څنګ روسيې، چين، بريتانيا، فرانسې او جرمني هغه تړون لاسليک کړى و چې له مخې يې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و، په بدل کې يې له ايرانه ځيني اقتصادي بنديزونه لیرې کړاى شوي وو.

دغو هېوادونو له واشنګټنه غوښتنه کړې چې د تړون برخه دې پاتې وي، د دوى په باور د اټمي وسلو له جوړولو څخه د ايران د راګرځولو لپاره دغه تړون بهترينه لار وه.