دفاع وزارت: خاص ارزګان ولسوالۍ کې امنيتي تهديدات شنډ کړاى شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې امنيتي تهديدات شنډ کړاى شوي دي.

تر دې مخکې د ارزګان ولايت ځينو چارواکو ويلي وو په خاص ارزګان کې له تېرې شپې راهيسې جګړه روانه ده.

په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال د يوې سرچينې په حواله وايي چې په دغو بريدونو کې د ملي اردو دوه پوستې د وسله‌والو لاس ته ورغلي او تر ۲۰ زيات سرتېري وژل شوي دي.

خو د دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"هلته مشکلات لرو، جنګ شته، خو د جنګ په نتيجه کې موږ دښمنانو ته ښه ګوزارونه ورکړي دي. د خاص ارزګان ولسوالۍ په اړه موږ مشکل نه‎لرو، يوازې د ماينونو مشکلات شته چې يوازې مو ٢ سرتېري ټپيان شوي دي."

بل‎خوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله‎والو طالبانو يو وياند معرفي کوي، په يوه اېمېل کې ادعا کړې چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نيولي او د ملي اردو سرتېرو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه د ٢ وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو او ٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.