په روانه اوونۍ کې به د هوا له لارې له کابله ۱۵ ټنه تولیدي توکي استانبول ته ولېږدول شي.
د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوري ریاست د ارشد مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکې اوونۍ به سعودي عربستان ته ۵ ټنه وچه مېوه او نورو تولیدي توکي انتقال شي.
نوموړی وايي چې په دې اړه د یادو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او راتلونکې میاشت به له متحده عربي اماراتو سره هوايي دهلېز پرانیستل شي.
تېر کال افغانستان له هند او قزاقستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستل چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په ۸۶ پروازونو کې نږدې ۲۵۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه او طبي بوټي یادو هېوادونو، خو په زیاته اندازه هند ته صادر شوي دي.
افغان حکومت په هوايي دهلېزونو کې افغان سوداګرو ته ۸۰ فیصده سبسایډي ورکوي.