د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لاره ۵ مسافر له موټره ښکته کړي او برمته کړي یې دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه کسان تېره شپه شااوخوا ۳ بجې د کابل-کندهار پر لویه لاره او د غزني ولایت د ګېلان ولسوالۍ اړوند د متي پله په سیمه کې له موټره ښکته کړي دي.
نوموړی وايي، دا لاتر اوسه نهده معلومه چې برمته شوي کسان ملکیان دي که دولتي کسان.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.