ټاکل شوې ده چې امریکا په اسرائیل کې خپل سفارت نن دوشنبې رسماً له تلابیب څخه بیتالمقدس ته انتقال کړي.
بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړې اسرائیل خوښ کړی دی، خو د فلسطینیانو، د امریکا د متحدانو او یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت او غصهيې پارولې ده.
د سپینې ماڼۍ یو پلاوی او اسرائیلي چارواکي به په بیتالمقدس کې د متحده ایالاتو د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
بل لور ته تمه کېږي چې زیات شمېر فلسطینیان د دې اقدام په مخالفت کې په غزه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ غړو هېوادونو بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پرېکړې مخالفت کړی دی.
فسلطینیان ختیځ بیتالمقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي.