یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت وايي، په جلالاباد کې د ترورېستي برید په اړه چې ګڼو ملکیانو تهیې مرګژوبله اړولې پلټنې کوي.
دې ادارې پرون دا خبره په ټویټرخپره کړې ده.
یوناما ویلي چې ملکیانو ته په هر ډول شرایطو کې د مرګژوبلې اړول منع دي او باید ښکېلې خواوې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار په مستوفیت ادارې د پروني برید وروستي جزئیات د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی داسې بیانوي:
"پهدې پېښه کې ټول اته بریدګر ووژل شول او ۱۰ تنه چې پهدې کې د مستوفیت مأمورین، امنیتي سرتېري او عام وګړي شامل وو، شهیدان شول او ۴۲ تنه ټپیان شوي چې ۱۲ يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړای شوي دي."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان ترهګر ځپي او د ورانکاریو مخهیې نیسي.
د حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی او ویلي دي چې د دوی څلورو وسلهوالو د ننګرهار په مستوفیت حمله کړې او زیات شمېر دولتي مأمورینو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.