لږ تر لږه ۲۰ کسان پرون یکشنبه په مسکو کې د انټرنټ پر سر د محدودیت د لګولو په غبرګون د مظاهرې پر مهال نیول شوي دي.
دا خبره د پرونۍ مظاهرې یوه تنظیموونکي کړې ده.
سلګونه کسانو پرون په مسکو کې مظاهره وکړه او د ټلګرام د بیا پیلېدو غوښتنهیې وکړه.
پهداسې حال کې چې یو شمېر مظاهرهچیانو د حکومت ضد شعارونه هم ورکول ځینو یې د انټرنټي سانسور پر ضد غږ پورته کاوه.
د دې مظاهرې یوه تنظیموونکي سرګي اودالتسوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل چې ۲۵ تر ۳۰ پورې کسان چې په کیڼ پلوي جبهې یا انارشیستانو یا نورو ډلو پورې تړلي وو، نیول شوي دي.
د روسیې حکومت تېره میاشت ټلګرام وتاړه او دې موضوع اندېښنې زیاتې کړې چې ګواکې حکومت د مخالفینو راټولېدل ستونزمن کړي.