د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان حکومتي ادارې تورنې کړې چې د ده په خبره په وژنو او سړي تښتونو کې لوی لاس لري.
هغه دا خبرې پرون شپه ناوخته د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سیمه کې د لسګونه زرو خلکو یوې غونډې ته وکړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ ټول شوي وو.
نوموړی وايي:
"څومره ناقانونه وژنې چې په کراچۍ کې شوي ساری نهلري. هغه ډلې چې د خلکو په عامه وژنه کې لاس لري تر ټولو سرلاري یې د دې ځای حکومتي ادارې دي. موږ به د پاکستان د قانون په مطابق هر یو ظالم عدالت ته راکاږو."
د پاکستان حکومت په هر ډول وژنو او تښتونو کې لاس لرل رد کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دعاوې یې بېاساسه بللې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین چې له اسلاماباده تر کراچۍ په موټر کې د ۴۰ ساعتونو مزل کړی و په داسې حال کې د پاکستان په حکومت تورونه ولګول چې وار دمخه د حکومت او پوځیانو پر ضد له هر ډول خبرو منع کړای شوی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې د پولیس راو انور په لاس د یوه وزیرستاني ځوان نقیبالله محسود تر وژنې وروسته جوړ او د پښتنو د حقونو غږ یې پورته کړ.