- بوسټون ګلوب
بوسټون ګلوب ورځپاڼې د افغان ځواکونو په شمېر کې د کموالي د راتلو په اړه وروستيو راپورونو ته کتنه کړې او لیکي:
د افغانستان پر جګړې د ۱۷ کلونو اوښتل کافي نهو چې د ولسمشر ټرمپ اداره اوس د افغان ځواکونو د شمېر د کمېدو په ګډون د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د معلوماتو د پټولو هڅه کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش، پهدې وروستیو کې په خپل راپور کې وویل چې د افغان ملي، دفاعي ځواکونو په شمېر کې په ۱۰۰ کې ۱۱ کموالی راغلی او برعکس د وسلهوالو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمې پراخې شوې دي.
بوسټون ګلوب لیکي:
لهدې سره دا پوښتنه رابرسېره کېږي چې ایا پنټاګون خو به دا نهپټوي چې په افغانستان کې یې ستراتېژۍ په ناسمه لاره تللې ده.
ورځپاڼه د کانګرس د استازو په جرګه کې د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې د غړي سټیفن لینچ «Stephen Lynch» له قوله لیکي چې وايي، د افغان ځواکونو د شمېر په اړه دقیق جزئیات د امریکا د پوځي مأموریت د بریا لپاره خورا زیات اهمیت لري.
بوسټون ګلوب د مطلب په دوام لیکي چې پنټاګون د افغان ځواکونو د شمېر د کموالي له مسئلې پرته ځیني نور حقایق هم پټوي او لهدې سره حتی د عامو امریکایانو لپاره پهدې پوهېدل هم ګرانېږي چې په افغانستان کې دقیقا په کوم شمېر امریکايي پوځيان دېره دي.
- برېکېنګ ډېفېنس انلاین
برېکېنګ ډېفېنس انلاین خپرونې هم دا موضوع څېړلې او پهدې اړه خپل مطلبیې سنا ته په وینا کې د دفاع د وزیر جېمز مټېس پهدې وینا پیل کړی چې وايي هو، د افغان ځواکونو په شمېر کې کموالی راغلی او په افغانستان کې جګړې هم زیاتې شوې دي، خو همدا کم ځواک ښه روزل شوی دی، ښې مشورې ورکول کېږي او د وسلهوالو طالبانو پر ضد ښه عملیات ترسره کوي.
مټېس ویلي چې اوس ګډ ځواکونه وسلهوالو ډلو ته کمینونه نیسي او د پوځي عملیاتو پیل دوی کوي او دا پهدې معنی ده چې ابتکار د دوی په لاس کې دی، خو خپرونه د مټېس وینا ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې بریالی یرغل تر دفاعي حالته سخت کار دی او لا زیاتې روزنې، مهارت او لوړ مورال ته اړتیا لري.
خپرونه لیکي:
په کم شمېر ځانګړي افغان ځواکونه چې امریکايي سلاکاران ورسره وي، ډېر اغېزمن ثابتېدای شي، پهداسې حال کې چې د معمولو ځواکونو قطعو، که څه هم له افغانستانه د اکثراً نړیوالو ځواکونو د وتلو تر وخته امریکايي سلاکاران ورسره وو، اغېزمنه نتیجه ورنهکړه.
برېکېنګ ډېفېنس په پای کې لیکي چې که څه هم د سنا په استماعیه غونډه کې دا خبره رابرسېره نهشوه، خو پنټاګون یادونه کوي چې افغان ملي دفاعي ځواکونو ته اوس د پخوا په پرتله ښه وسایل او امکانات ورکول کېږي.