د طالبانو له مخالفت سره به د اندونیزیا کنفرانس مثبتې پایلې ولري؟ 

د اسلامي همکاریو سازمان «او. ای. سي» مشرتابه د اندونیزیا په کوربه‌توب د افغان سولې لپاره د دیني عالمانو له پرېکړو هرکلی کړی دی.

اندونیزیا تېره جمعه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د یوې غونډې کوربه و چې د افغانستان جګړه‌یې ناروا وبلله او په مخالفینو یې غږ وکړ چې سولې ته حاضر شي.

سیاسي کارپوه او لیکوال نجیب ننګیال د «او. ای. سي» همدغه دریځ ته په اشارې وايي چې د اندونیزیا د سولې کنفرانس به مثبتې پایلې ولري.

صفي‌الله ستانکزي له ښاغلي ننګیال سره مرکه کړې او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې د طالبانو له مخالفت سره به د اندونیزیا کنفرانس څنګه مثبتې پایلې ولري؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ننګیال سره مرکه