فرانسې د تېرې ورځې د حمله کوونکي په اړه نوي جزئیات خپاره کړي

د فرانسې چارواکي وایي، هغه مشکوک کس چې پرون یې په پاریس کې د چړې په وسیله یوتن وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل، د فرانسې تبعه او د روسیې په چیچنیا کې زېږېدلی و.

د دغه مشکوک کس په اړه چې پرون د پولیسو په ډزو ووژل شو، نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز ویل شوي چې د مشکوک کس مور او پلار د تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي.