د ایران یوې محکمې د داعش ډلې اته غړي په اعدام محکوم کړل

د ایران یوې محکمې د ترویستي حملو په تړاو د اسلامي دولت ډلې یا داعش اته غړي په اعدام محکوم کړي دي.

په دغو حملو کې چې د تېر مېلادي کال په جون کې په تهران کې پر پارلمان او د ایات الله خمیني پرمقبرې وشوې، اتلس تنه وژل شوي و.

دغه حکم په تهران کې د ایران اسلامي انقلابې محکمې نن اعلان کړ.

د اتلسو نورو تورنو محاکمې تراوسه روانې دي.

ایران ویلي چې پنځه وسله وال او انتحاریان چې په دغو حملو کې ووژل شول مخکې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې جنګېدلي و.

د انقلابي محکمې مشر موسي غضنفر ابادي دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د اعدام دغه سزا د استېناف لپاره د ایران سترې محکمې ته وړاندې کېدای شي.

غضنفر ابادي دغه راز وویل چې انقلابي محکمه به د دغو حملو د قربانیانو د کورنیو هغو دوسیو ته هم رسیدګي وکړي چې دوی د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان پرضد ادعاوې پکې کړي دي.

د ایران ځواکمن د سپاه پاسداران انقلاب ځواک متحده ایالات او سعودي عربستان تورن کړي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو حملو ترشاه لاس لري.