په هلمند کې د ملي اردو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې

د افغانستان د ملي اردو یوه هلیکوپټره په هلمند کې له بېړنۍ ناستې وروسته ویجاړه شوې، خو سپرلۍ یې ورڅخه روغه وتلې ده.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغان هوايي ځواک دغه هلیکوپټر نن سهار وختي د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال کلي کې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

دفاع وزارت ويلي چې هلیکوپټره د هوایي بمبارۍ په وسیله ویجاړه او عمله یې په مصون ډول د شوراب اډې ته یووړل شول.