د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري او د یک ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو پرمهال ۵ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګه ژوبله اوښتې.
ښاغلی نوري وايي، په همدې شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په اندړو او جعتو
ولسوالیو کې هم پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې افغان ځواکونو بریدونه پرشا تمبولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه بریدونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراسه په دې اړه څه نه دي ویلي.