د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.
د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبې د اندونیزیا «ټي.وي ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، پهدې چاودنو کې د مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.
ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی.
لږ تر لږه یو حمله کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سنتا ماریا کلیسا کې یې بم وچاوداوه.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نهدی اخېستی.
- پخواني معلومات
د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درييو چاودنو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبه د اندونیزیا «ټي.وي. ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په دې چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نهدی اخېستی.