ازبکستان د اپوزیسیون او بشري حقونو یو فعال له څلور کاله بند وروسته له زندانه خوشې کړی دی.
د بشري حقونو ډلو ویلي چې فخرالدین طلایېف چې د «ازادي» په نوم د ګوند فعال و، د سیاسي انګېزو پر بنسټ بندي شوی و.
نوموړی د شنبې په ورځ له زندانه خوشې شو.
طلایېف پهداسې حال کې له زندانه خوشې کېږي چې د ازبکستان نوي ولسمشر شوکت میرضیایف پهدې هېواد کې د اسلام کریموف د تر دوو لسیزو زیاتې ځپونکې واکمنۍ وروسته د اصلاحاتو ژمنه کړې.
همدارنکه له زندانه د دې ازبک فعال خوشې کېدل تر هغې مخکې دي چې ټاکل شوې ازبک ولسمشر راتلونکې چهارشنبې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
دا به لومړی ځل وي چې میرضیایف د ازبکستان د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته ځي.
فخرالدین طلایېف د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د انساني قاچاق په تور په اته کاله بند محکوم شوی و.
نوموړي د ازادي راډیو ازبکې څانګې ته ویلي، پهداسې حال کې چې د بند موده یې پاتې وه، د شنبې په ورځ ورته وویل شول چې ته ازاد یې.