د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو سیالي اسرائیل وګټله

نیتا بارزیلا

د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو مسابقه اسرائیل وګټله.

دا کلنۍ مسابقې چې په نړۍ کې په لسګونو میلیونه لیدونکي لري، دوهم مقام قبرس او درېيم اتریش خپل کړ.

د ټلیفون او انټرنیټ له لارې د رأیو پر اساس تېر ماښام اسرائیلي سندرغاړې نیتا بارزیلا لومړۍ جایزه وګټله.

سږکال دا مسابقه د تېرکال د لومړۍ جایزې د ګټونکي هېواد پرتګال په پلازمېنه کې وشوه.

اسرائیل به راتلونکی کال د دې مسابقې کوربه وي.

د یورو وېژن مسابقې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته له ۱۹۵۶ میلادي کال راهیسې د اروپا د یووالي په هدف کېږي.