۸ افغان سرتیري د "ماته نه مننونکو" لوبو لپاره غوره شوي

اته افغان سرتېري چې په جګړه کې ټپیان شوي دي، د "ماته نه مننونکو" لوبو کې د ګډون لپاره غوره شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا اته تنه پرون شنبې د ناټو په مرکز کې د شاوخوا ۴۰ تنو ترمنځ د سیالۍ له لارې انتخاب شول.

د ناټو د ماموریت د ټویټرپرپاڼه په خپرې شوې ویډیو کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ټپي شوېو افغان سرتېرو ته په وینا کې وايي:

"موږ په نړیواله ټولنه، په ځانګړي توګه په افغانستان او د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې ستاسو منندوی یوو او تاسو ټولو ټپي جنګیالیو ته ډېر درناوی او احترام لرو."

ټاکل شوې د "ماته نه مننونکو" مسابقې سږکال د اکټوبر په میاشت کې د اسټرالیا په سیډني ښار کې جوړې شي.

دا سیالۍ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بریتانوي شهزاده هري له خوا چې دوه ځل یې په افغانستان کې هم پوځي ماموریت کړی، پیل شوې.