جوزف ووټل: د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې به ارزیابي شي

جنرال جوزف ووټل

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل وايي، امریکايي پوځ به د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې ټولې اړتیاوې وڅېړي، څو یې په اړه بیړني اقدامات وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ووټل دا خبره د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې ده.

خبرپاڼه وايي چې دواړو لورو د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

همدا راز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر امریکايي پلاوي ته د جنګي فصل په پیلېدو د افغان ځواکونو د چمتوالي په اړه وویل او د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ پر زیاتیدو ټینګار وکړ.

دې امریکايي قوماندان افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې ځواکونه به یې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې له افغان ځواکونو سره د بیړنیو اقداماتو په شمول هر ډول همکاریو ته دوام ورکړي.