اعتراض کوونکي: د ګُرجستان د کورنیو چارو وزیر او صدراعظم دې استعفا وکړي

په ګُرجستان کې په زرګونو کسان د دې هېواد د پلازمېنې تبلیسي لارو کوڅو ته راووتل او د کورنیو چارو د وزیر او صدراعظم د استعفا غوښتنه یې وکړه.

دوی د مخدره موادو پر ضد د پولیسو پر هغو عملیاتو غوسه وو چې په دوو نایټ کلبونو یې ترسره کړي وو.

پرون شنبه د ګُرجستان د پارلمانه بهر شاوخوا ۴ زره کسان راټول شوي وو چې نڅاګانې یې کولې او په لوړ غږ یې موسیقي غږوله.

د ګُرجستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شنبې په سهار وختي یې د مخدره موادو اته تنه پلورونکي له دوو نایټ کلبونو څخه نیولي دي.

خو یو شمېر خلک اعتراض لري چې پولیسو په‌دې چاپو کې له اړتیا څخه زیات ځواک کارولی دی.