د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ وسله والو طالبانو له تېرو څلورو پنځو ورځو راهیسې محاصره کړې او ټولې مواصلاتي لارې ورته تړلي دي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که چېرې مرکزي او ولایتي اداره اندړو ولسوالۍ ته توجه ونه کړي، نو یاده ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.
نوموړی وايي، وسله طالبانو د ولسوالۍ له شااوخوا کورنو څخه ټول ملکې خلک ایستلي او د ولسوالۍ په ۲ کیلومترۍ کې یې د خلکو په کورنو کې مرچلې جوړې کړي دي.
پر اندړو ولسوالۍ وسله والو طالبانو له هغه وروسته ټولې لارې وتړلې، کله چې د غزني- پکتیکا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه اوماینونه يې پکې ځای پرځای کړل.
اخوا د غزني امنیه قوماندان محمد زمان دا نه مني چې ګڼي اندړو ولسوالۍ دې د سقوط له ګواښ سره مخ وي، خو دامني چې پر یادې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ټولې لارې تړلي او که چېرې وسله والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ د برید هڅه وکړه، نو دوی یې ځوابي برید ته چمتو دي.