د افغان سوداګرو د تازه مېوو ترانزیټي ستونزې حل شوه

د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د تازه مېوو صادراتو پر وړاندې ترانزیټي ستونزې حل شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کابل او اسلام آباد د سوداګرو له دوه ورځنۍ دوه اړخیزې غونډې وروسته د تزانزیټي ستونزو د حل په هدف یو تړون هم لاسلیک شو.

ښاغلی الکوزي وايي چې له دې وړاندې پاکستان د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزیو صادراتو ته د قرنطین سرټیفکیټ له امله اجازه نه ورکوله خو اوس دغه ستونزه حل شوه.

الکوزی وایي چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو د صادراتو د لوړې ګمرکي تعرفې ستونزه هم هواره شوه.

له دې وړاندې د افغان سوداګرو پر صادراتي توکو د پاکستان له لورې ۴۰ سلنه ګمرکي تعرفه وو خو دغه ستونزه ۱۵ سلنې ته راټېټه شوې ده.