ایران اسرائیل ته د ځوابي برید خبرداری ورکړی

ایران او اسرائیل دوه ورځې وروسته تر دې لفظي جګړه پیل کړه چې په سوریه کې یې توغندي سره وویشتل.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال اسرائیل ته خبرداری ورکړ که یې بیا په سوریه کې پر ایراني ځواکونو برید وکړ او دا احمقانه حرکت یې وکړ د اسرائیل تل ابیب او حیفا ښارونه به پر توغندیو وولي.

د اسرائیل دفاع وزیر بیا له خپل لورې خبرداری ورکړ او له دمشقه یې وغوښتل چې د ایران د قدس ځواکونو مشر ته، نه ووایي، افیګور لیبرمن وویل:

"زه اسد ته دا پیغام لرم، ایرانیان وشړه، قاسم سلیماني ته ځواب ورکړه، هغوی مرسته نه کوي، هغوی یوازې زیان رسوي، د هغوی حضور ستونزې زېږوي او ضرر رسوي، ایران ته ځواب ورکړئ چې ښایي موږ بیا د ژوند طرحې ته دلته تغییر ورکړو."

دوې ورځې مخکې اسرائیل پر ایران تور پورې کړ چې د سوریې له خاورې یې د اسرائیل ترواک لاندې ګولان لوړې پر توغوندیو ویشتلي دي.

د دې په ځواب کې اسرائیلي الوتکو په سوریه کې پر ایراني اهدافو درنه بمباري وکړه.

اسرائیل وویل چې په سوریه کې یې د ایران نیمایي پوځي تاسیسات له منځه وړي.