د پاکستان حکومت په کراچۍ کې د«PTM»د غونډې مخه نیولې

د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د کراچۍ ښار په جناح پارک کې خپله اعتراضي جلسه جوړه کړي.

د دې غورځنګ یوه غړي، محسن دوړ پرون جمعه پر ټوېټر په ویډيويي پیغام کې وویل چې د پاکستان د حکومت د فشار له امله یې د جلسې د ځای بدلولو ته اړ شوي دي.

محسن دوړ زیاته کړه:

"ریاست ټول زور لګولی دی، نه جلسه پرېږدي، نه د کمپاین اجازه ورکوي، چېرته چې موږ غونډه وکړو، هغه خلک ونیسي، هغه ځای چې موږ غونډې ته په نښه کړی و، جناح پارک، پولیسو هلته رنجر موټر درولي او موږ ته اجازه نه راکوي، خلک یې ویرولي دي، نو موږ پرېکړه کړې چې دجناح پارک پرځای په سهراب کوټ کې غونډه وکړو."

دوړ وویل چې د پښتنو د ساتنې غورځنګ به سبا یکشنبه د مازدیګر په څلوربجو ، د کراچي ښار په سهراب کوټ سیمه کې خپله غونډه وکړي.

د پښتنو تحفظ غورځنګ وايي، په پاکستان کې د پښتنو د مدني حقونو او له پښتنو سره د تبعیض، د پښتنو د غیرقانوني توقیفونو، هدفي وژنو او لادرکۍ پرضد سوله اییزه مبارزه کوي.