د سولې شورا د دیني عالمانو د فتوا هرکلی وکړ

د افغانستان د سولې عالي شورا په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د مذهبي عالمانو د فتوا هرکلی وکړ.

د درېیو هېوادونو یو شمېر مذهبي عالمانو چې په اندونیزیا کې يې غونډه وکړه، پرون جمعه له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.

هغوی په فتوا کې ویلي چې انتحاري حملو په ګډون، افراطیت او ترورېزم د اسلامي اصولو مخالف دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي، محمد امین وقاد بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"طبعاً، د دریو اسلامي هېوادونو د عالمانو فتوا په سیمه او نړۍ کې اعتبار لري، موږ یې فتوا او نظر ته درناوی لرو او هیله لرو چې عملي به شي."

په اندونیزیا کې په پرونۍ غونډه کې د دریو هېوادونو ۵۲ عالمانو ګډون درلود.

هغوی په فتوا کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او سوله ومني.

خو وسله والو طالبانو لا ځواب نه دی ورکړی.