د اټمي انرژۍ د څارنې سازمان سر مفتش له دندې استعفا وکړه

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې سازمان سر مفتش، ترو واریورانتا استعفا وکړه.

ترو واریورانتا د ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د هغې ادارې مشري کوله چې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټمي موافقې د عملې کېدو هڅې يې څارلې او په دې اړه يې تفتیش کاوه چې ایران تر کومه حده خپلې ژمنې عملې کوي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې دی پرون جمعه دا خبر اعلان کړ خو د ترو واریورانتا د استعفی علت یې نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره له اټمي موافقې وزي.

خو دا لا نه ده څرګنده شوې چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د سرمفتش استعفی د ولسمشر ټرمپ له خبرو سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې سازمان، پرون وویل چې د فنلندي ترو واریورانتا پر ځای به د هغه د ادارې د ایران د برخې مشر، ماسیمو اپارو په موُقت ډول کار پېل کړي.