اروپايي اتحادیې د مونټي نیګرو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د ژورنالیستانو امنیت او د بیان ازادي ته پام ونه کړي، په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب هڅې به يې زیانمنې شي.
د اروپايي اتحادیې د پراختیا لپاره د مذ اکرو د کمېسیون مشر، یوهانیس هاهن پرون جمعه په مونتي نیګرو کې له خبریالې، اولیویرا لاکیچ سره تر کتنې وروسته دا خبره کړې ده.
لاکیچ د چهارشنبې په ورځ د مونتي نیګرو په پلازمېنه، پودګوریڅه کې، د خپل کور مخې ته وویشتل او زخمي شوه.
یوهانیس هاهن وویل چې پر اولیورا لاکیچ حمله د مطبوعاتو اوبیان پر ازادۍ چې د اروپايي اتحادیې اساسي ارزښت دي، څرګنده حمله وه.
اولیویرا لاکیچ په مونتي نیګرو کې د ویستي په نوم له ورځپاڼې سره کار کوي او تحقیقاتي رپوټونه جوړوي.
د اروپايي اتحادیې د پراختیا لپاره د مذاکرو د کمېسیون مشر پرون وویل چې داسې حملې د مونتي نیګرو پر موقف منفي اغېز کولائ شي.
مونتي نیګرو د پخوانۍ یوګوسلاویا یو کوچنی هېواد دی، تېر کال يې د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړ او غواړي چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب هم ورکړل شي.
داسې ګڼل کېږي چې دا هېواد په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب ترلاسه کولو زیات امکانات لري، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره باید له اداري فساد سره مبارزه وکړي او د تنظیم شویو جنایتونو مخنیوي وکړي.