ظریف د اټمي موافقې په اړه د خبرو لپاره چین،روسیې او بلجیم ته ځي

د ایران حکومت وايي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن یکشنبه د اټمي موافقې په اړه د خبرو په نیت،چین، روسیې او بلجیم ته سفر پېل کړي.

دا خبر د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دویاند په حواله خپور شوی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګرېني هم ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په بروکسل کې غونډه وکړي او له ایران سره د اټمي موافقې پر برخلیک به وغږېږي.

د موګرېني له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به هم په دې ناسته کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني صدراعظمې، انګلا مېرکل ویلي چې د امریکا پرېکړه چې له نړیوالو سره د ایران له اټمي موافقې به ووزي، پر نړیوال نظم باور ته زیان رسوي.

مېرکل پرون جمعه دا خبرې په جرمني کې یوې مذهبي غونډې ته چې د سولې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې وه، کړې دي.

انګلا مېرکل منلې چې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوی لپاره موافقه چې په بدل کې یې پر ایران ځني بندیزونه کم شوي، ډېره په تول تللې نه ده خو ټینګار یې وکړ چې باید په یو اړخیز ډول لغو نه شي ځکه د هغې په وینا، دا موافقه د ملګرو ملتونو امنیت شورا تائید کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره له اټمي موافقې به ووزي.