پاکستان پر امریکايي ډيپلوماتانو سفري محدودیتونه ولګول

د پاکستان حکومت په امریکا کې پر پاکستاني ډیپلوماتانو د سفري محدودیتونو په غبرګون کې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت پر ډیپلوماتانو سفري محدودیتونه لګولي دي.

د پاکستان حکومت دا ګام له هغه وروسته پورته کړی چې د امریکا حکومت څه موه مخکې په امریکا کې پر پاکستاني سفارتکارانو سفري محدودیونه ولګول او شرط یې ورته کېښود چې که له خپلې سفارتخانې تر ۲۵ میله زیات سفر کول غواړي، نو ۵ ورځې وړاندې به رسمي اجازه اخلي.

په پاکستان کې پر امریکايي ډیپلوماتانو د سفري محدودیتونو له مخې، په اوس امریکايي ډیپلومات اړ وي چې له ځان سره تر یو زیات پاسپورټ ونه ساتي، استوګنه به یې یوازې د ویزې د مودې تر پوره کېدا پورې وي، د امریکا د سفارت پر رسمي موټرو به ورته د غېر رسمي یا غېر سفارتي نمبر پلېټونو لګولو اجاره نه وي، غېر تصدیق شوي سیمکارټونه به نشي کارولی، ډيپلوماتان به د سفارت یا په کرایه نیول شویو موټرو شیشې نه شي تورولای او که چېرې کوم ډیپلومات کور په کرایه اخلي او یا یې بدلوي، نو لومړی به له حکومته اجازه اخلي.

د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ پر ډیپلوماتانو د سفري محدودیتونو لګولو ناندرې تر هغې وروسته راپورته شوې چې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت یوه ډيپلومات یو پاکستانی د موټر په ټکر وواژه اوحکومت اعلان وکړ چې د امریکايي ډیپلومات پرخلاف به له قانوني لارو چارو کار اخلي.