د کابل ښار له څلورو ناحیو ۲۵۰ تنه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته وسپارل شول.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریف د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې له پل سوخته څخهیې معتادین راټولول، ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ مو د کابل د درېیمې، پنځمې، شپږمې او اوومې ناحیې څخه ۲۵۰ معتادین راټول او د در ملنې لپاره مو د ابن سینا زر بستریز او نورو روغتونونو ته واستول.
نوموړي وویل:
"یوه ستونزه شته چې هغه نشهيي موادو ته اسانه لاسرسی دی، همدا ستونزه ده چې کله موږ د معتادینو درملنه کوو، له بده مرغه چې له روغتون څخه تر رخصتېدلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي، اصلي علتیې بېکاري ده، په دومره شمېر زیاتو خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کول مشکل کار دی."
په کابل کې د معتادینو راټولولو د ګډ ټیم مسئولین وايي چې د روان کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې یې تر زرو زیات معتادین له کابل ښار، په تېره بيا له هغو سيمو راټول کړي چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وه.