د بغلان ولايت محلي چارواکي وايي، د کافي امنيتي ځواکونو د نشتوالي له امله نهدي توانېدلي چې په روان کال کې د کوکنارو کښتونه واړوي.
د بغلان محلي چارواکي وايي، په دې ولايت کې ځکه د کوکنارو کښت او د نشهيي موادو توليد ډېر شوی چې د دولت او وسلهوالو مخالفينو ترمنځ جګړې زياتې شوي دي، خو د بغلان عام خلک بيا حکومت په دې برخه کې په بېکفايتۍ او بېغورۍ تورنوي.
دا چې ولې له درېيو کالو راهيسې په بغلان ولايت کې د کوکنارو د کښت اړولو په برخه کې هېڅ اقدام نهدی شوی، د دې پوښتنې په ځواب کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي ازادي راډيو ته وويل:
"له بده مرغه کله چې د کوکنارو د اړولو وخت راورسېد، د دولت وسلهوالو مخالفينو خپل جنګي فعالیتونه ډېر کړل، دولت له دوی سره په جګړه بوخت شو او د کوکنارو د کښت اړول پاتې شول."
خو د بغلان د (ده صلاح) ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي محمد طيب بيا دا پړه پر حکومت وراچوي او وايي:
"که رښتيا ووايم، که حکومت وغواړي چې د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، دا کار کولای شي، دولت چې له طالبانو او داعش سره جګړه کولای شي، د کوکنارو د کښت پر ضد مبارزه به ولې نهشي کولای؟"
اووه کاله مخکې د بغلان په زرګونه هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل کېدل، خو د مؤثرې او ګټورې مبارزې په نتيجه کې، د کوکنارو کښت صفر شو، خو وروستهيې د مرموزو او نامعلومو دلايلو له مخې بيا وده وکړه، اوس خبره دې ځای ته رارسېدلې چې د چارواکو په خبره، دا مهال د بغلان په څو ولسواليو کې زرګونه جريبه ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
ځيني خلک د بغلان د کوکنارو په کښت او د نشهيي موادو په توليد کې بېوزلي، بېکاري، د دولت وسلهوال مخالفين، په دولت کې دننه ځينې کړۍ، جنګ سالاران او د محلي قوماندانانو لاس لرل عمده عوامل ګڼي.
د بغلان په (ده صلاح) ولسوالۍ کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل کېږي، د دې ولسوالۍ يو قومي مشر انجنير امام وايي چې که دولت حلال کښت ته زمينه برابره کړي، هېڅڅوک د ترياکو حرام کښت ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وویل:
"د کوکنارو د مخنيوي يوازنۍ لاره بديل کښت دی، تر څو چې بديل کښت نهوي، د ترياکو کښت نهورک کېږي، ځکه کله چې يو بزګر ۲۰ سېره غنم ترلاسه کړي، نو درې زره افغانۍ بيه لري، خو که په هماغه ځمکه کې کوکنار وکري، نو ۱۰ زره افغانۍ ګټي، ځکه زه وايم، تر څو چي بديل کښت نهوي، د کوکنارو او چرسو کښت نهورک کېږي."
د جلګې ولسوال محمد سرور اکبري له بزګرو سره د حلال کښت په برخه کې مرسته د کوکنارو د کښت د مخنيوي تر ټولو لنډه او اسانه لاره بولي، دی له حکومت څخه ګيله کوي او وايي:
"خلکو ته دې د کار زمينه برابره شي چې د ناروا کارونو او ناروا کښت څخه لاس واخلي، په افغانستان کې د جګړې او کوکنارو د کښت اصلي علت بېوزلي ده."
خو د بغلان والي چې د خلکو له ګڼ شمېر انتقادونو او ګيلو سره مخ دی، له نشهيي موادو سره د مبارزې اسانه لار نظامي عمليات ګڼي، دی له مرکزي ادارې څخه ګيله کوي چي له دوی سره همکاري نهکوي.
نوموړي وویل:
"ما له نشهيي موادو سره مبارزې وزارت ته وړانديز کړی چې موږ د کوکنارو د کښت اړولو لپاره له درېيو څخه نيولې، تر ۴۰۰ پورې پوليسو ته اړتيا لرو، خو موږ اوس دومره قوه نهلرو، که د نشهيي موادو پر ضد د مبارزې معينيت موږ ته مسلکي پرسونل راواستوي، ډېره ښه نتيجه به ولري، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې موږ ته دا نظامي قوتونه نهدي رالېږل شوي او د کوکنارو د اړولو کار پاتې دی."
پخوا په بغلان ولايت کې يوازې کوکنار کرل کېدل، خو اوس بنګ هم کرل کېږي، خو دولت له دې امله چې تر ترياکو د چرسو زيان لږ دی، د بنګو کښتونه نهاړوي، خو د چرسو قاچاق جرم دی او تر اوسه پورې لسګونه تنه د چرسو د قاچاقو په جرم نيول شوي او زنداني شوي دي.
راپور: بشیر احمد غزالي
Your browser doesn’t support HTML5