پوتین د کيريل سيريب رينيکوف د خوشې کېدو غوښتنې رد کړې

د روسيې ولسمشر د کن د فلمونو په فسټيوال کې د ګډون لپاره د نيول شوي فلم جوړوونکي کيريل سيريب رينيکوف د خوشې کېدو غوښتنې رد کړې.

د دغه فستيوال تنظيموونکو پرون وويل، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان ايو لودريان له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه په ليک کې غوښتنه کړې وه چې دغه ٤٨ کلن فلم جوړوونکي ته اجازه ورکړي، څو د خپل فلم (ليتو) په ننداره کې برخه واخلي.

خو د دغه فسټيوال د مدير په خبره، پوتين په هغه ځوابي ليک کې چې د چهارشنبې په ورځ د دغه فلم د نندارې په درشل کې ترلاسه شوى، دا غوښتنه رد کړې ده.

په ليک کې ولسمشر پوتين ويلي چې سيريب رينيکوف د روسيې له قضائيه ارګان سره ستونزې لري.