امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وتلو د اعلان سربېره، سپینه ماڼۍ غواړي چې د ایران پر تاسیساتو د ملګرو ملتونو هغه څارنه دوام وکړي چې دې تړون ورته اجازه ورکړې.
څو ورځې وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له تړونه ووت، پرون یو لوړپوړي امریکايي چارواکي اسوشېډېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، امریکا به د ایران پر اټمي تاسیساتو د ملګرو ملتونو د څارنې د جدي عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.
له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د تړون له مخې، ایران مکلفیت لري چې د څلورویشتو ساعتونو په موده کې خپل هر ډول تاسیساتو د څارونکو په وړاندې پرانیزي.
دا توافق له لېرې واټن څخه هم په ۲۴ ساعته توګه د ایران د تاسیساتو د څارنې اجازه ورکوي.
خو ولسمشر ټرمپ او همکارانو یې په تکرار ویلي چې هغه تفتیش چې ددې تړون له مخې اجازه ورکړل شوې، کافي نه دی.