له اټمي تړونه د امریکا له وتلو وروسته به د ایران تګلاره څه وي؟

د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو پرېکړې د ایران د راتلونکې تګلارې په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.

د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه د امریکا د وتلو پرېکړې ته د تهران غبرګون عادي او لفظي و.

ایراني چارواکو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه اقدام وغانده، د پارلمان غړو د امریکا بیرغ وسوځاوه او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.

خو کله چې سمدستي او احساساتي غبرګونونه ختم شي، ایران یوه سخته پرېکړه په مخ کې لري، هغه دا چې آیا دغه هېواد به بشپړ ډول د ۲۰۱۵ کال اټمي تړونه وځي، که به ژمن ورته پاتې شي او له هغو هېوادونو سره به کار وکړي چې لا هم دې تړون ته درناوی کوي؟ او دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې آیا ایران به له امریکا سره نوي مذاکرات پیلوي او یوې نوې موافقې ته به رسېږي؟

د بریتانیا په برمنګهم پوهنتون کې د ایران د چارو متخصص سکات لوکاس په دې باور دی چې ایران به په دې تړون کې پاتې شي او د هغه له لنډ مهاله سیاسي او اقتصادي امتیازاتو به استفاده وکړي.

فرانسې د انرژۍ په شبکه کې د پانګونې لپاره له ایران سره د ۵ میلیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړی دی.

د هالنډ د انرژۍ لوی شرکت شیل هم له ایران سره یوه اقتصادي موافقتنامه بشپړه کړې او هم ځیني نور اروپایې هېوادونه چې د ایربس الوتکې په تولید کې شریکان دي، موافقه کړې چې سل مسافر وړونکې الوتکې پر ایران پلوري.

روسیې او چین هم ښودلې چې د اټمي تړون درناوی کوي او له ایران سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.

خو بل لور، که چېري ولسمشر ټرمپ هغسي چې ویلي، د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړي، په هغه صورت کې د امریکا متحدین ښایې مجبور شي چې په دې اړه محدودیت رامنځته کړي، نو بیا به له ایران سره د هغوی د معاملو برخلیک څنګه کېږي؟

ایران په نړۍ کې د تېلو درېیم لوی تولیدوونکی هېواد دی او هره ورځ نېږدې ۳،۸ میلیونه بیرله تېل تولیدوي چې چین، هند، جاپان او جنوبي کوریا د ایران د تېلو د صادراتو لویه برخه پیري.

د ایران سخت غبرګون به دا وي چې بېرته خپل اټمي فعالیتونه پیل کړي او حتی د اټمي وسلې ترسطح د یورانیمو د غني کولو چارې پیل کړي.

له دې کبله ځیني تحلیلګران په دې باور دي چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه په ایران کې د تندلارو موقف پیاوړی کوي.

ګارډین ورځپاڼي د ایران د څانګې خبریال سعید کمالي لیکلي چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به ناسمې پایلې ولري او په ایران کې به د اصلاح غوښتونکو او منځلارو ډلو موقف له خطر سره مخامخ کړي.

سکاټ لوکاس زیاتوي، که له ایران سره اټمي تړون له منځه ولاړ شي، بې ثباتي به په ټولو ځایونو کې خوره شي.

د امریکا او اسرائیل د ګټو پر وړاندې د ایران ګواښونو په سوریې او یمن کې د سیمه ییزو بحرانونو خطر ډېروي او حتی ښایي په ایران کې دننه د سیاسي کړکېچونو لامل شي.