امریکا د ایران پر ۳ موسسو او د سپاه پاسداران پر ۶ غړو بندیزونه لګولي

متحدایالاتو د ایران پر درېیو دولتي موسسو او د سپاه پاسداران انقلاب پر اړوندو شپږو افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل.

له دې اعلان څخه دوه ورځې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران له اټمي موافقې څخه وځي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نوي بندیزونه د ایران پرضد له متحده عربي اماراتو سره د امریکا د ګډو اقداماتو یوه برخه ده او هدف یې د اسعارو د تبادلې د هغې شبکې ویجاړول و چې په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو او له نیابتي ډلو سره د مرستې لپاره یې سپاه پاسداران او د دې ځواک بهرنۍ څانګې قدس ته د وسلو له پېرودلو سره مالې مرسته کوله.

په خبرپاڼه کې د امریکا د خزانې د وزیر ستیف منوچین له قوله ویل شوي چې د ایران ژریم او مرکزي بانک یې د خپلو فعالیتونو د تمویل په مقصد په پټه د امریکايي ډالرو د ترلاسه کولو لپاره د متحده عربي اماراتو له موسسو څخه ناوړه استفاده کړې ده.

په ایراني موسسو کې یو، جهان آرا کېش د محمدخاتمي او ملګرو او دوهم د راشد صرافۍ شرکتونه دي او هغه افراد چې د امریکا د بندیزونو په فهرست کې ورزیات شوي، شپږ کسان دي.