ولسمشر اشرف غني او د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان د افغانستان د راروانو انتخاباتو او د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې جنرال جوزف ووټل پرون غرمه له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل او د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړي کېدو ټینګار وکړ.
د ارګ خبرپاڼه د جنرال ووټل له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، متحدایالات به د افغانستان له خلکو سره په څنګ کې وي.
د ارګ په خبرپاڼه کې د دې خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.